Wednesday, October 5, 2022

اختر او افغان دیاسپورا په اروپا کي

وکیل اټک ـ ویانا

اختر د اسلام د خوشالیو ورځې دي ، که رب مه چاته کوم خفګان هم ورپيښ وي نو په دې ورځو کې به د خوشالۍ مظاهره کوي او ځان به خوشاله ساتي هسې هم  سایکالوجیستان وايي چې ځان به خپله خوشاله وئ اسلام هم همدا وايي چې دغه ځانګړې ورځې د خوشالۍ ورځې دي هر وخت باید خوشاله اوسې خو په دې ورځو کې خوشالي دیني واجبات دي ، په وطن کې دود او دستور خپل خپلوان او دوستان ډیر زیات وي او ان تردې چې خپلو خپلوانو ته د تګ نوبت هم سړی ته نه رسیږي خو د پردیسۍ خاوره بیا نور څه لري که اجتماعي ، تحصیلي او روغتیايي اسانتیا وې لري خو جدايي او لیریوالی هم لري د کلي لیرې د وطنه لیرې د مور د خواږه ږغه لیرې هره شېبه د وطن هره خوږه خاطره د سړي په زړه را وریږی او په زړه کیږي هلته به عید ګاه مالومه وه هلته به د کور مشران مالوم ول د کلي خلک به ډله ډله راتلل او تلل او خواږه خواږه بنډارونه به کیدل

لمونځ به وشو او مبارکۍ به شورو شوې او قربانۍ به ښه زور کړی و او  غوښې به تقسیمیدلې ، کبابونه به روان و کله کله به د ځوانانو ښه ګرم اتڼونه به روان ول ….

مګر دلته په ډیاسپورا یا کډوال بیا داسې نه شي کولای که کار کوې کا ر ته به ځې او که درس کې وي درس ته به ځي د اختر په خوشالۍ نه پوهیږي خو بیا هم ځنې کولتوري ټولنو یو څه شرایط برابر کړي دي او دپردیس قام د تنویر او کولتورساتنې لپاره یې هڅه کړې ده دلته زموږ جوماتونه دي او دې جوماتونو کې د میرمنو او سړیو ځایونه جلا جلا دي اختر لمانځه لپاره په کې خاصه پاملرنه کیږي او په هر جوماته کې څو ،څو جمعې کیږي او یو څه د وطن تسل پرې کیږي خطبه په پښتو او درې وي امام او خطیب افغان وي او لمونځ کونکي هم افغانان دي ما د التقوا ستر اسلامي فرهنګي مرکز او جامع جومات له خطیبه وپوښتل چې سږ په ستر اختر کې مو څو جمعې وکړې او څومره کسان به راغلي ول نو د هغه راته وویل :

شپږ جمعې وشوې تقریبا سوونه کسانو په کې ګډون درلود له خطبې او جماعته وروسته که څوک وخت لري په جومات کې پاتې کیدې شي او د کتنوپه سالون کې اکل اوشرب هم کولای شي ، بیا نو خلک د قربانیو پسې ځې او قرباني کوي ، او کله کله هغه خلک چې لا په کمپونو کې دي اولا قبول نه دي هغوې باندې هم د قربانۍ غوښې ویشل کیږي  او هغوې سره همدلي کیږي ، بیا هم د جومات ور خلا ص دی که څوک په دویمه او دریمه ورځ هم را ځي نو هر کلی یې کیږی هر کله دې را شي .

همدا رنګه مې د یوه ځوانه وپوښتل چې ته څه احساس لری هغه راته وویل: تقریبا اوه کاله مې کیږي چې دوطنه لیرې یم او سخت مې د وطن اخترونه په زړه وریږي او دوطن میلې او چکرونه مې په زړه را وریږي هلته به مو د اختر راتګ ته ډیرې تیارۍ نیولې جامې به مو ګنډلې او د لیرې لیرې چکرونو تابیا به مو کوله په خپلو خپلوانو به ګر ځيدو  خواږه خوراکونه به مو کول چې واړه و مشرانو به اختری را کاوه او موږ به دې ورځو ته سخت انتظار  ویسته او سخت خوند به مو ترې اخیسته د اختر له لمانځه وروسته به موږ د مشرانو دستبوسي کوله او بیا به مخ په میلو شو لو او دلته خو لومړ ی خبر هم نه یو اختر راشي یا په کار کې یو او یا په مکتب کې دواړه صورتو کې اختر ته وزګار نه یوو او سخت درد راته راځي خو څه وکړو وطن د شپونه دي او مسافرۍ رانه د هر څه تحمل اخیستی دی خو بیا هم شکر ځای دی چې دلته  خیریه او دښیګڼیو ټولنې شته چې پرې راټولیږو ‌.

 اختر د کور کلی مزه کړي

پردې وطن کې رانه ورک دي اخترونه

Related Articles

Latest Articles