Tuesday, January 31, 2023

استقلال نمانځنه او دیاسپورا

عبدالوکیل اټک 

هر انسان حر او خپلواک پیدا دی ، انسان  لاڅه چې هر موجود ازادي خوښوي ، ازادي دهر موجود حق دی موږ که مودې مودې یوه مرغۍ په پنجره کې وساتو اوڅنګه یې چې ازاده کړو خپلې د کڼکې  وږي ته به ځان رسوي او په هغه کیني شمال به یې ښوروي او دې به دا ازادۍ سندرې وايي ، همدارنګه ټول عمر مساپر دوطن هیله لري او تل ازادي غوښتونکې د وطن دسیاسی ، اقتصادي … اوفرهنګي خپلواکي خوښوي اوپه دې مبارزه کوي اوپه دې لار کې کړاوونه ګالي بندي خاني تیروي خو واقعي موخې ته ځان رسوي چې د قام فلاح او هوساینه ده  لله حمد  افغانستان داسې میړني ډیر لري او زموږ زرین تاریخ دداسې اشخاصو شاهد دی 

غازي امان الله خان د سلطنتي کورنۍ شهزاده د ژوند ډیرو لوړو اسانتیاو او هوساینې برخمن و خوڅه شي چې ځورولو هغه د وطن  سیاسي ازادۍ او خپلواکۍ نه شتون و او ده ددې خبرې کمی حس کولو، ده د یوه لیکلي اساسي قانون کمی حس کولو ، د میرمنو او ښځو د ښونځیو نه شتون ځوراوه  ، د امیندوارو میرمنو مړینې ځوراوه  ، د ملیانو مسجدي زده کړې وي غازي نه غوښتل چې هر کس ولاړ شي او یو جومات کې درس ووایي او بیا د ملايي سند واخلي هغه غوښتل چې ملا باید دحکومت نه  سند ولري او دولت دا و مني چې داکس د دین درس ویلی دی او ملا دی او دده نه په خپل مسلک کې کار واخلئ اوس موږ ګورو چې همدې خبرې موږ ته څومره نقص کړی دی یو سل او درې کاله وروسته موږ وینو چې هر کس تللی دی د پاکستان یوه مدرسې نه سند راوړي او دولت مجبور دی سند یې ورته تایید کړي په طبیعی ډول دولت د ښکیلاک  په دام کې ولویده او ټول جعلي اسناد پرې ومنل شول دا کار نن نه دا څه کم څلویښت کاله روان دی .

امان الله خان د وطن نوره ابادي هم غوښتله لکه دفابریکو ودانول ، سړکونو جوړول ،بریښنا کوټونو جوړول ، اونور خو مکار او بې رحمه دښمن یې پرضد د روحانیت نه استفاده وکړه ، جعلي روخانیون یې ورته وګومارل او پاچایې بدنام کړ او د کارونو مخه یې ورته ونیوله دې  کې هیڅ شک نه شته چې پاچا به هم کمی درلودی خو تر تیرو او تقریبا تر وروستیو راغلو حکومتونو دې ډیر ښه و او دی .

یوه جمله معترضه بیا به په اروپا امریکا او د اسیاپه ځینو ملکو د افغان ډیاسپورا د استقلال په نمانځنې خبرې وکړو، ماته کله کله یو لیونی غوندې سوال پیدا شي تنظیمی لیوانو خو امان الله خان نه خوښیده لاملونه یې هم څرګند دي چې دوې جلاوطنه زیږیدلي خلک دی ،د انګریز په جام یې څښکلی ده خو ځینې سیاسي ډلو چې دا وطن په په نورو اشغال کړ دوې په وطن ، قام او ملت تباه او برباد کړ د وطن ازادي یې خرڅه کړله کله په ناټو او کله په وارسا هغوي هم د غازي بابا د خپلواکۍ نمانځنه کوي چې دوې څومره سپین سترګي دي ، او بیا دده نه په خپله نفعه کار اخلي ،ددې خپلواکۍ نمانځنه دولس حق دي او ولس ددې وطن ساتنه او پالنه کړي ده داچې تل سیاسي ډلو او مشرانو ددې وطن په ملي منافعو اوبرخلیک لوبې کړي او لایې کوي دانو دولس نه جلا خبره ده رابه شو افغان دیاسپورا ته. 

تقریبا د ښه مرغه په ټوله نړۍ کې افغان کډوالو او دیاسپورا ددې ورځې نمانځنه به ښه شان او شوکت وکړه که د اسیا نه یې راونیسو د هیند او ان د پیښور په کوڅو او ګلیو کې افغانانو د ټول خطر سره سره دا ورځ ونمانځله ، په مالیزیا کې هم محصلینو دا ورځ د خپلو امکاناتو سره ونمانځله ،ډینمارک، جرمني مختلف ښارو کې خاصتا کولن کې د افغان کولتوري ودې ټولنې لخوا ، په لندن کې ، په اوتریش کې د افغان ولس ټولنې لخوا چې د لوې هیواد خواږه سندرغاړي هارون پاچا خوږ کانسرت په ورکولو سره  د  ویانا او شاوخوانه راغلو میلمنو په کې کډون کړی و همدارنګه دامریکا په مختلفو ایالتونو کې دا ورځ په شان او شوکت ونمانځل شوه  خاصتا د کلیفورنیا په ایالت کې دا ورځ ښه بې ساري بڼه تجلیل شوه او یو ښه نوښت یې کړی و چې د محکمو  پشتنو ځوان رهبر او لارښود منظور پښتین یې په کې د سکایپ دلارې راملګری کړ او هغه د امان الله خان په ژوند ژواک او پروګرامونه لنډه خو کره وینا وکړه.

 که هغه وخت د انګریز سامراج سره موږ لاس او ګریوان و نو نن یې د بچي سره ګران منظور پشتین سینه سپر کړی ده او دا یو ښه کار او نوښت و چې د افغان کولتوري لخوا وشو د کلیفور نیا نه د افغان دیاسپورا نیت ورک ملګری ملک شفیق الله خان توحیدي وايي چې په سلګونو خلکو په دې جشن کې برخه واخیسته او دهر قوم او توکم استازی په کې وه او دومره منظمه وه چې تر پایه په کې کوم د شکایت ځی پیدا نه شو د چای او اوبو تنظیم هم په ښه شان شوی و او همدارنګه په زرګونه واړه او غټه ملي توغونه راوړل شوي ول او ان داسې رنګونه هم ول چې د ماشومانو په مخونو یې درې رنګه بیرق انځوراوه ، لومړي د ټولنې مشر مولانانصیر یاسیني خبرې وکړي بیا دوطن د اباد او پرمختګ پخوانۍ مستند وښودل شو ، لکه څنګه مو چې وویل بیا د ازادي ستر استازي منظور پښتین خبرې وکړي او دټولنې  ځینو فعالین په ستاینلیکونو وویاړل شول ، بیا نو د ترنم او زمزمو وار شو چې د هیواد تکړه او هیوادپالې سندرغاړې ښاپیرۍ نغمې خوږې وطنۍ ، ملې او اتڼیزې سندرې وویلې او مجلس تقریبا  تر سهاره ادامه وکړه.

همدارنګه د وطن نه هم خبرونه راغلل چې دفاع وزارت د استقلال څلي ته د ګلانو ګیډۍ ایښې ده کور یې ودان خو بل خو ددې خبر هم راغی چې یو ننګرهار ځوان په دې نوم چې استقلال نمانځي او بیرق یې لاس کې وه په مرمۍ یې ویشتی او ټپي حالت کې  بیا هم هغه زلمي وايي چې مړ هم شم پرما د ملي بیرق او د استقلال نمانځنه پور ده  ، د کونړ شاه زلمو هم دا ورځ نمانځلي ده او یو خبر داهم به خواله رسنیو کې راغی چې د کامې ولس هم را وتلی و، ملي بیرقونه ورسره و د استقلال تجلیل یې کړی دی شاید نورو ولایاتو او نوره نړۍ کې هم ورته غونډې شوي وي ددې ټول پیغام یو دی او هغه په خپلواکۍ میینتوب دی.  

له دې مالومیږی او دایو پیغام هم دې چې په نړۍ خواره ولس حاکم نظام ته یو پیغام ورکوي چې دا قام په ازادۍ او خپلواکۍ مین دی او دوې ته ملي بنسټونه اوملي بنیادونه ډیر مهم دي ولوکه د سر په قیمت وي او یا د مال ، دوې که په وطن دی که بې وطنه خو وطن باندې مري او وطن او ملي مقدسات نمانځي دا حق چا ته نه ورکوي چې ددوې په ملي مقدساتو لوبې وکړي او بالاخره ژمي درومي او تور والی یې سکرو ته پاتې کیږي.

Related Articles

Latest Articles