Wednesday, October 5, 2022

افغان ولس او طالبي مذهبي دیکتاتوري

وصیل فیضي

یوولس میاشتې کېږي چې د څه باندې ۸۵۰زرو افغانو نجونو منځني ښوونځي په مطلقو بې‌بنسټو او غولوونکیو دلایلو تړلي پاتې دي. د طالبانو مشران او رسنیزې څېرې په بېلابېلو ناستو کې یا هڅه کوي د دې پوښتنې له ځوابولو ځان تېرباسي او یا په دروغجنو ژمنو خلکو ته نامالومه نېټې ورکړي. 

افغانان د طالبانو د تېرې دورې تجربه لري او په دې پوهېږي چې د اسلام هغې بڼه کې چې طالبان پرې باور لري د ښځو لپاره تعلیم او کار حرام ګڼل کېږي. خو دا چې طالبان ولې تر ننه د تېر په څېر د نجونو د تعلیم په اړوند خپل دا ناانساني دریځ په څرګنده توګه نه وایي ټاکلي دلیلونه لري. طالبان غواړي نړیوال یې په رسمیت وپېژني. په دې برخه کې د نجونو د ښوونځيو د بندېدو په اړوند ښکاره دریځ د دوی دې سیاسي موخې ته زیان رسوي. له بله پلوه داسې هم ښکاري چې تر ننه پورې دوی په خپلمنځي بحثونو کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو پر سر سره ندي سلا شوي او دوی کې جلا ډلې د دې عمل د مشروعیت په اړوند سره بحث کې ښکېلې دي. دا د تاریخ یوه ډېره لویه ټوکه ده چې په یوویشتمې پېړۍ کې دې یوه ټاکلې سیاسي واکمنه ډله میاشتې او کلونه پر دې بحثونه وکړي چې ایا ښځې دا حق لري چې تعلیم وکړي کنه. یا دا چې ښځه په ټولنه کې د کار، زدکړې او برخې اخیستو حق لري یا نه. یوازې همدا موضوع د طالبانو د ناانساني واکمنۍ او عمومي نړۍلید د ارزونې لپاره بسنه کوي او د دې لپاره معیار هم دی چې دوی څنګه په مطلق زور باندې واک ته رسېدلي او د بېوزلو افغانانو پر مرۍ یې پښې ایښې دي. داسې چې اوس د افغانانو د بنسټیزو حقونو او ژوند پرېکړې یوازې د خپل ځان حق ګڼي. 

د ښځو پر وړاندې چې طالبانو کوم چلند غوره کړی دا یوازې په تعلیمي برخه کې ندی. د راپورونو له مخې څو ورځې مخکې د مالیې وزارت پخوانیو ښځینه کارکوونکو سره اړیکي نیول شوي او ترېنه غوښتنه شوې چې دندو ته ورستنې نشي او د کور نارینه غړي طالبانو ته وروپېژني تر څو دنده یې پر مخ بوځي. دا په ښکاره ډول د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د جګړې اعلان دی او د ټولنې له ټغره د ښځو د وجود د ړنګولو سیستماتیکه پروسه ښيي. که په راروانو څو کالو کې ښوونځي تړلي پاتې کېږي او په ورته توګه ښځې له ټولو دندو راوګرځول شي، طالبان به په دې بریالي شي چې زدکړو او نوې نړۍ سره د افغانو ښځو اړیکه په پوره ډول پرې کړي او بل نسل یې یومخیز نالوستی راستر شي. د طالبانو په دیني تعبیر کې ښځه یوازې د ماشومانو د زېږون لپاره د توکي رول لري چې هېڅ راز حقوقي بهرنی وجود نلري او د نارینه د واکمنۍ لپاره باید غاړه کېږدي. 

د پخوانیو ټولنپوهانو دا خبره چې “د یوې ټولنې حالات له دې وارزوئ چې له ښځو سره یې چلند څنګه دی” په دې برخه کې موږ سره مرسته کوي چې د طالبانو د نظام یو مکمل انځور په ذهن کې جوړ کړو او دا هم راښيي چې افغانه ټولنه د اقتصاد، سیاست، کلتور، روغتیا او دې ته ورته نورو ټولو برخو کې کوم بوږنوونکي لور ته روانه ده. په هېواد کې بېکاري ورځ تر ورځې ډېرېدونکې ده. د ولس لویه برخه د بېګا لپاره ډوډۍ نلري او د هره ورځ خپرېدونکو راپورونو له مخې بېلابېلې ناروغۍ بیا سرونه راپورته کوي چې بېشمېره وطنوال پرې اخته دي. په داسې حال کې چې بلخوا د طالبانو مشران او چارواکي درېیم او څلورم ودونه کوي او په پوځي هلیکوپټرو کې کوچنۍ جینکۍ کورونو ته بیایي. دا د افغان ولس سره نه هېرېدونکې جفا ده چې تاریخ به یې حساب کوي.

له بلې خوا نړیوال بندیزونه چې په پایله کې یې یوازې عام افغانان قرباني کېږي ورځ تر ورځې مرګوني ثابتېږي او د طالبانو واکمنۍ ته هېڅ هغه زیان نرسوي چې دوی په کومه موخه دا بندیزونه عملي کوي؛ بلکې برعکس دا بندیزونه د طالبانو واکمني لا پیاوړې کوي او خلک د بېوزلۍ په پایله کې د طالبانو غلامۍ ته مجبوروي. تاریخي تجربو هم ښودلې چې د نړیوالو هېڅ راز اقتصادي او سیاسي بندیزونو ملکونه ندي ړنګ کړي بلکې برعکس یې د دیکتاتوري نظامونو واکمنیو دوام ته لار هواره کړې ده او زور یې د تل د بېوزلو څخه ویستی دی، ایران، شمالي کوریا او دې ته ورته یې نورې ښې بېلګې دي. کټ مټ همدا کیسه په افغانستان کې بیا تکرارېږي او نړۍوال په شعوري ډول د طالب د واکمنۍ دوام ته لار هواروي.

تر کومه ځایه چې په عمومي توګه د نړیوالو مسئله مطرح ده، موږ ته دا مالومه او په وار وار ثابته شوې ده چې نړیوالو لپاره د ښځو حقونه، د بشر حقونه، د بیان ازادي او دې ته ورته نورې انساني ازادۍ، چې هر انسان باید ترېنه له زېږېدو سره سم برخمن وي، یوازې د شعار تر بریده ارزښتمنې دي؛ نړیوال ډېر کله دا شعارونه یوازې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره د دښمنو ډلو پر ضد کاروي او که چېرې یې څوک د ګټو مخه ونه نیسي، د دوی لپاره دا ارزښتونه دوه توته مانا هم نلري چې عربستان او اسرائیل یې ډېرې ښې بېلګې دي. که دوی ته د ښځو تعلیم او د بشر حقوق دومره ارزښتمن وای، په سیستماتیکه بڼه به یې د طالبانو بیا واکمنۍ ته لار نه هواروله او شل کاله به یې افغانان د یوې مطلقې فاسدې طبقې واکمنۍ ته نه ورکول. 

د نن ورځې رښتیا دا دي چې د افغانانو مطلقه بېوزله او اکثریت طبقه د طالب د ټوپک شپېلۍ لاندې یرغمله ده او په دې برخه کې د ټولو هغو ښاغلیو او آغلیو لخوا یوازې پرېښودل شول چې د دوی پر سر یې ځانو ته په دې دونیا جنتونه جوړ کړل او د دوی د ساتنې او دفاع دروغجنې ژمنې یې کړې وې. د پخواني دولت چارواکي یو په یو دې ته لار ګوري چې څنګه د طالبانو سره لارې جوړې کړي تر څو وطن ته د خپلو شتمنیو د خوندي کولو لپاره بیرته ستانه شي. داسې ښکاري چې راروانو وختونو کې به موږ ډېر غټ غټ نومونه د دغو بیرته ستنېدونکیو سیاسي تجارانو په کتار کې ووینو. 

هغه پوښتنه چې افغان ولس او د دې ځورېدلي ولس راروان نوي نسل ته پاتې کېږي دا ده چې څنګه د قومي، سمتي، مذهبي، ژبنیزو او نورو کوچنیو دایرو څخه راوځي، دا چې څنګه د پخوانیو غلو سیاستوالو له دایرو څخه ځان راباسي او د هغوی له خیانتونو زدکړې کوي او دا چې څنګه په یوه نوي انساني بنسټ باندې د راروان هیله‌مند راتلونکي لور ته ګام اخلي او دا چې څنګه په دې تیاره چاپېریال کې د روښانه راتلونکي لپاره د مبارزې هیلې ژوندۍ ساتي. 

د طالبانو واکمني یو تریخ حقیقت دی خو دا د تاریخ پای نده او د بشر تاریخ ښودلې چې هېڅ راز واکمني د ابد لپاره په زور نده پر مخ تللې او داسې ډېرې واکمنۍ په پای کې د خپل جبر تر اسمان لاندې تس نس شوې دي. دم ګړۍ افغانان باید راتلونکي لپاره تر بل هره وخته ځانونه تیار کړي او د شعوري هراړخیزې مبارزې لپاره اوږه په اوږه بې د رنګ، ژبې، قوم او مذهب له توپیره لاسونه سره ورکړي. دوی به یا سره یو کېږي او یا به په رښتیا د طالب تر جبر لاندې د نامالومې اوږدې مودې لپاره د ذلت ژوند تېروي. دا خبره کره ده چې د طالب واکمني به د ابد لپاره نه وي، خو بلخوا مهمه پوښتنه دا ده چې ځایناستی به یې څه وي؟ د نوي نسل لپاره دا پوښتنه تر هر څه ډېره ارزښت لري او باید ځواب یې په دې خاوره د ټولو انسانانو لپاره د ښه ژوند او انساني پت د خوندیتابه په درد وخوري. 

Note:The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles