Wednesday, October 5, 2022

ایمن الظواهري څوک و ؟

 ليک:څارنوال عبدالمتعال واخان

ایمن محمد ربیع المصطفی الظواهري  په ۱۹۵۱ کال کې د مصر پلازمینې قاهرې ته  نږدې وزیږید چې پلار یې د پوهنتون استاد او نیکه یې نامتو لیکوال کورنې یې  ټوله علمي کادرونه و ، تنکی زلمی و چې اخوان المسلمین غړی شو ، لایق کس و نو ځکه د قاهرې له پوهنتونه داکتر فارغ شو په کال ۱۹۸۱ کې د مصر د ولسمشر انور سادات د وژنې په تور محاکمه او درې کاله بندي شو ، د بنده چې ازاد شو پیښور ته ور ځې او مستقما افغان جهاد ته راکوز شو لومړي یې د داکتر په توګه د مهاجرو او مجاهدوسره مرسته پیل کړه ، کرار کرار د اسامه او عبدالله عزام ملګري او په ۲۰۰۰ کال کې د القاعده رسما غړی شو چې اسامه دمړینې وروسته د القاعدې مشر شو .

 دې د اسامه بن لادین نږدی ملګری او مرستیال و او  امریکا ته په دې تورن و چې په ۲۰۰۱ کال کې  د امریکا په حملو کې دخیل و اودې د امریکا د دیپلوماټانو په وژنه هم امریکا ته تورن و .

کله چې اسامه بی لادین  دمړینې وروسته دې د دې شبکې مشر شو ، ددې ټولو سره دې امریکاته یو غوښتونکی کس و، امریکا دده په سر میلونونه انعامونه ایښي و او په نړیواله توګه یې ددوې په وړاندې د مبارزې اعلان کړې او دنړۍ په هر کنچ  کې دوې په نخښه کول اوداکار څه پاسه شل کاله امریکا عملا وکړ ،کله چې اسامه بن لادین په کال  ۲۰۱۱ پاکستان (ایبټ اباد پوځي ) ښار کې وواژل شو  او داشل کاله یې د ایمن الظواهري پسې راخیستې وه چې بالاخره یې د کابل په شیر پور کې د یکشنبې په ورخ ۲۰۲۲ـجولای ـ ۳۱ د سهار په اتو بجو دډرون یا بې پيلوټه الوتکې په وسیله وواژه .

دا اعلان د امریکا ولسمشر جوبایډن وکړ که هرچرې هستئ او امریکا خطر یاست پیداکو مو او وژنو مو …

اوس پوښتنه دا ده چې داکتر الظواهري ترکابله د کوم ځايه  راغی او بیا دلته د شیرپور په سیمه کې مېشت شو ؟

دده د هستوګنې مالومات امریکاته چا ورکړل ، تر اوسه دا چیرې و ؟

د بې پيلوته الوتکې دا حمله په ده دکوم ځایه وشوه ؟ 

دده وژل او بیا په کابل کې به څه پایلې ولري ؟ ایاد دده جنازه به وشي چرته به خاورو ته سپارل کیږي ؟ او دې ور ته ډیرې پوښتنې دې چې باید څواب شي !

افغانستان چې خپله نن سبا بې نوم اونښانه دی نه یې په نړۍ کې بیرغ رپیږي او نه یې ملي سرود غیږیږي او هر د چا د نیوکې ، ترحم او ذره بین لاندې دی ، ولږه ، وزګارتیا ، فقر او طبیعی افاتو راګیر کړی یو هیواد دی دالا بل سر خوږی ورته پیدا شو دا شل کاله الظواهري چري و چې د جمهوریت د سقوط سره دې کابل ته راغی بیا پرې امریکاخبره شوه او دې یې دلته د تل لپاره د مخې لیرې کړ ایا  امریکاته دامالومات پاکستان ورکړي ؟ په افغانستان کې خاصتا په طالب کې څوک داسې شته چې دامالومات یې خرڅ کړي وي که نه بیا پاکستان لوبه کړې ده پاکستان به لومړي  د امریکا نه نقدي مرسته اخلي او دویم به ورته طالب ښايي چې د القایدې سره تړلی دی او دلته باید بیا د اور او جنګ فضا حاکمه وساتل شي ځکه جنګ او اور کې ددوې ګټه ده اوزموږ ساده او احمقان ددوې په چوپړ کې دي .

ډیر احتمال شته چې دامالومات پاکستانې استخباراتي ادارې ورکړي وي اوپه کابل کې حاکمه شبکه چې د حقاني شبکه ده دپاکستان د استخباراتو په لاس روزل شوې ده او ددوې په خدمت کې ده .دده د هستوګنې مالومات اخستل دوامداره کیسه ده چې هره شېبه ورته اړتیا ده کله یې اوبه څکلي کله یې لمونځ وکړ کله دې سپورت کوې او کله دې ځانته لمر ورکوي همداسې وشوه دې په بالکون کې ناست او هدف وګرځول شو دا نو شېبه، شېبه مالومات دي ، دا  کار چې کیږي د کاله نه کیږي .

بې پیلوټه الوتکه د کومه راغله ایا چین ورته لیار ورکړه ایا ایران ورته لیاره ورکړه او که پاکستان ورته لار ورکړه او که نه دالوتکه له باګرامه را والوتله ددې ځواب هم اسانه دی او هیڅ شک پرې نه شې کیدای چې الوتکې له پاکستانه راالوزي او د پاکستان خاوره تل ددوې په چوپړ کې ده او وي به هم .

امارت اسلامي ته ډیر نړیوال جنجالونه ور په غاړه دي ، د بشري حقونو نه مراعات کول ،  د ښځو حقوق نه مراعات کول ، د انجونو ښونځي تړل ، د جمهوریت د منسوبینو خاصتا د منصبوالو وژل ، د ژورنالیزم سانسورول او داسې نورې کیسې د الظواهری ظاهریدل هم ورته یوه بله کیسه شوه دوې نړۍ ته دا ډاډ ورکاوه چې زموږ خاوره به د چا په وړاندې نه  استعمالیږي دلته تره ګري ځای نه لري مګر دنړۍ ترټولو غوښتونکی  وانتید سړی دلته ووژل شو دابه هم د دوې په رسمیت په پيژندنه اونور و کیسو کې بې اغیزه نه وي .

او یا به زماپه اند دا د دوحې د تړون یوه نالیکل شوي غوښتنه وی چې د طالب له اړیکو امریکا ګټه اخلي په دې پيښې هره تبصره کیدای شي…… 

کله چې په ۲۰۱۱ کې ددې شبکې مشر اسامه بن لادین ووژل شو نو ویل کیږی مړې یې  ورته په دریاب یاسمندر کې لاهو کړ اوس اندیښنه داده چې دالظواهرې دمیت سره به څه کیږي ؟

 جنازه به یې څوک وکړي او چرته به یې دفن کړي ؟

 امارت کې راته دا جرئت نه ښکاري خو دده په میت به څه کوي دا هم یوه پوښتنه ده ، چې لنډه کې به ورته ځواب ومیندل شي او داهم  د امارت لپاره یو چیلنج دی .

دا اندیښنه زیاتیدی شي چې د طالب په چارواکو کې هم واټید او غوښتونکي شته ایا امریکا به په هغوې هم یوه ورځ داسې حملې وکړي او یا ولې امریکاپه دې غوښتنې چپ ده ؟

په هر صورت امریکا خپلو ګټوته کار کوي.

Note:The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles