Wednesday, October 5, 2022

دطالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د بنديز ، ۳۰۰ورځې وشوې

پرانیستی لیک

تاریخ: ۱۴ جولای ۲۰۲۲

د نړیوالو رهبرانو او مشرانو د پام وړ!

درې سوه (۳۰۰) ورځې کیږي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دی. د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز چې څومره غځیږي، هومره نجونې ښوونځیو ته له تګ ناهیلې او له پوهنې لاس په سر کیږي. مونږ د نجونو د پوهنې د مبارزینو او فعالینو په حیث له تاسې غواړو چې د افغان نجونو غږ بدرګه کړئ.‌ لوستې او ځواکمنې پېغلې هوسا او پیاوړې نړئ رامنځته کوي ــ نو د  یوه داسې راتلونکي لپاره تاسې باید جدي او کوټلي ګامونه واخلئ.‌

هغه څه چې مونږ  یې له تاسې غواړو هغه د اعلامیې د خپرولو او یا په نړیوالو ناستو کې د یوې شېبې له چوپتیا غوره کولو څخه ور اخوا دي. که څه هم د خواخوږۍ شېبې او اعلامیې په ښه نیت خپرېږي، خو بیا هم  طالبان د نجونو له حقونو د سرغړاوي په تړاو نه محکومیږي. نړیوال باید ډیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي تر څو طالبان سمدلاسه د نجونو پرمخ منځني ښوونځي او لېسې پرانېزي. 

په تېرو دوه لسیزو کې میلیونونو افغان نجونو او مېرمنو زدکړې وکړې. د افغان بنسټونو او سازمانونو سره په ګډه نړیوالو د دوامداره پرمختیايي‌ موخو ترلاسه کولو په پار سیمه ایز او نړیوالې ژمنې او تعهدات کړي دي. اوس د هغه ژمنو سر ته رسولو وخت رارسېدلی دی. د داسې مشرانو په توګه چې انسانی حقونو، برابرۍ او عدل ته ژمن وي، دا یې اخلاقي دنده ده چې د سلګونه زره کورنیو او نجونو ترڅنګ ودرېږئ چې ښوونځي‌ پرانیستي غواړي، او د کلتوري، ټولنیز او سیاسي حقونو غوښتنه کوي.

مونږ له سیمه ایزه ملګرو، نړیوال رهبرانو او ادارو غواړو چې په همغږۍ  او زغرده خپل غږ پورته کړي. تاسې سږکال په سپټامبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمابلۍ کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په هکله باید لاندې درې کارونه وکړئ: 

لومړی: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو او د مېرمنو پر کار لګېدلي بندیزونه لېرې کولو لپاره، د ښځو کار، دندې او د نجونو ښوونځیو ته د خوندي تګ راتګ په موخه  پر افغانستان حاکم چارواکو ډپلوماتیک فشار زیات کړئ. 

دویم: د افغانستان د پوهنې سکتور په پښو درولو او د زدکړو متبادله لارو چارو لټولو په موخه پر افغاني بنسټونو،  ادارو او ټولنیز سازمانونو پانګونه وکړئ.

دریم: د افغانستان د پوهنې د ډګر مبارزینو، فعالینو او عدالت غوښتونکو سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د افغانستان د راتلونکي په تړاو دوي ته د خبرو اترو زمینه برابره کړئ. 

کومه ټولنه کې چې د ښځو او نجونو حقونه تضمین نه وي، او یا دا چې دوي د خپل لیدلوري له څرګندولو بې برخه وي، هیڅ پرمخ نشي تللای. له افغانستان پرته نړئ دوامداره پرمختیايي موخې نشي ترلاسه کولای. که چېرې نړیوال غواړي چې تر ۲۰۳۰ دې دوامداره پرمختیايي موخو ته ورسیږي، نو باید د افغانانو سره د شویو ژمنو پخلی او ډاډ ورکړي. 

لیکوالان:

رحیم جامی – د پوهنې مبارز او د ښځو د حقونو مدافع   

دیما حــــرم – د پوهنې مبارزه او د ښځو د حقونو مدافع

همغــږه او ملاتړي :‌

  1. عاصم شریف، د لبنان د زدکړو او روزنې مؤسسه، لبنان
  2. ډاکټر منظور احمد، د  پوهنې د کمپاین اداره، بنګلادیش
  3. عنایت ناصر،  د افغانستان له معارف سره د مرستې مؤسسه،  افغانستان
  4. مرشد عالم سرکار، پیپلز اوريینټډ پروګرام، بنګلادیش
  5. هبا حمزی، د بې پولې پرمختګ ټولنه، لبنان
  6. جان محمد احمدیان، د پوهنې مبارز او مدنی فعال، افغانستان
  7. سید عبدالله احمدی، د افغانستان د پرمختګ  او دیموکراسۍ مؤسسه
  8. زرقا یفتلی، د ښځو او ماشومان د حقونو د څیړنې بنسټ، افغانستان

Related Articles

Latest Articles