Tuesday, January 31, 2023

د طالبانو یوکال  او د مطبوعاتو ازادي

عبدالوکیل اټک 

نړۍ  کې او خاصتا په حکومتدارۍ  کې مطبوعات څلرمه قوه بللی شي ، مقننې ، قضایې او اجرائې ورسته خپلواک  مطبوعات دي چې  خپل اهمیت ښايي اصلاح او د فساد مخه نیسي  .

کلونه کلونه کیدل چې افغانستان ازاد  او خپلواک مطبوعات نه درلودل ، او مطبوعات تل د حکومتونوپه لاس کې و ،  کله  چې د ثور کودتاه وشوه وطن کې یوازې دولتي رادیو او تلویزیون او ورته وخت کې  د دولت اخبار او مجلو نشرات لرل او دا نشرات مطلق ددولت په ګټه لګیاو کله یې هم ازاد او خپلواک ږغ نه دی کړی ، له هغه وروسته چې د تنظیمونو حکومتونه شول دهرې کوڅې اوګذر حکومت شو مطبوعاتوته یې  د نیوه کو او اصلاح اجازه نه ورکوله یوازې تنظیمي  اخبارونه او نشرات ول چې دوې خپلو کې د یو بل پسې نشرات کول اوخو  په دې ضمن کې زما د یادداشت له مخې ځینو ازادو ټولنو مجلې اوجریدی راوکښلې چې لږ ، ډیر ازاد نشرات یې درلودل لکه وفا جریده ، ګندهارا مهالنۍ . شمشاد ، هیله او نور خو نیوه که کول د سر په بیه تمامیدل داکیسه همداسې روانه وچې د حامد کرزي حکومت د بن د توافق له مخې منځ ته راغی او د مطبوعاتو او خپلواکو رسنیو بازار شه ګرم شو او په دې کار کې ولسمشر کرزي خوراښه رول ولوبولو، مطبوعاتو په کرزي ښه راڼه او تیز انتقادونه وکړل ان مخامخ کرزي ته وویل شو او هغه په سړه سینه واوریدل.

راغلو غربیانو هم غوښتل چې ازاد مطبوعات وي او دوې هم هڅه وکړه چې ځینې رسنۍ ایجاد کړي او یا یې ملاتړ وکړي ډیر تلویزیونونه پرانستل شو او ډیرې ایف ام رادیوګانې ایجاد شوې  دې کار وکړای شول چې خلک د نقد او جریجې سره اشنا کړي باور وکړې جنګسالار ، تنظیمي مشران او قومندان هم په ویره کې ول چې پرې مطبوعاتي چاړه برابره نه شي او دومره یې ددې لیارې د لارویو سره ښه چلند درلود او ان دوې یط  په بډو هم اموخته کړي ول چې ګویا دوې یې دشره په امان وي ، ډیرو ځوانانو کارونه ومیندل ډیرو ښې تجربې پیداکړې ، او ډیرو نړیوالو مطبوعاتي ټولنو دلته د ځوانانو په روزنه کار وکړ، خپلواک  اژانسونه پرانستل شو او ډیرښه بدلونونه راغلل خو په تیر یو کال کې چې امارت اسلامي راغلی څه پيښ شول؟ 

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې تقریبا ۵۰ سلنه رسنیو فعالیت نشته او یا د منځه تللي چې طبعا همدومره او یا له دې سلنه هم یو څه ډیر خلک او ځوانان وزګار شوي دي ( د ۵۴۷ رسنيو له ډلې ۲۱۹ په ټپه ولاړې دي ) او د (۱۱۸۵۷ ‏د رسنيو کارکوونکو له ډلې يوازې ۴۷۵۹ تنه په کار بوخت دي ).

 او د ترټولو بده یې لادا چې اکثرو یې وطن پریښی دی او دا ډیره لویه او زیانمنه تشه ده وطن داسې حالت ته تللی و چې ځوانانو په دې لیار کې د تجربو سره  د دوکتورا پورې زده کړې وکړی خو اوس لکه یوه بې کوره او بې ځالې مرغه په پردیسو سردرو ګرځي ،په سلګونو نور په ګاونډي هیوادو کې پراته دي او د تښتې لیار لټوي او همدارنګه ځای ناځاي د خبریالانو د بندې کیدو او وهلو ټکولو خبرونه هم راغلل او حتي په خواله رسنیو کې د طالب پلوه ملیانو یا طالبانو داسې پیغامونه هم خواره چې خبریالان په کې جاسوسان وبلل شول .

 طالب په راتګ سره طالبانو ویاند ذبیح مجاهد اعلان وکړ چې خصوصي رسنۍ به خپلواکې وي او زموږ تعامل به دوې سره د اصولو په  یوچوکاټ کې وي ، خو لنډو ورځوکې تلویزیونو ته په یوه  فرمان کې ولیکل شول چې ښځینه خبریالانې دې مخ پټ کړې او یو ماسک دې وتړي چې خبریالانو داکار ډیر سخت وباله چې دماسک سره دوې د اکسیجن د کمي سره مخ کیږي او بل نه شي کولای چې حروف سهي ادا کړي .

تردې دمه امارت اسلامي رسنیو ته کوم چوکاټ نه دی جوړ کړی او داویره  شته ،چې د تیرو شلوکلو مطبوعاتي خپلواکي د منځه ولاړه شي .

Note: The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles