Wednesday, October 5, 2022

د طالب د راتګ سره د مالوماتو چينل يو اړخيز شو

مرکه کونکی ، عبدالوکیل اټک 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوشخال خان اصفي په کال ۱۳۶۶ د وري میاشت کې د شهبازخان په کلي کې د میدان وردګو د چک ولسوالۍ کې زیږیدلی دی  د هیواد ځوان او تکړه کادر دی، چې په ټول هیواد کې د خورا نیک او مسلکي شهرت لرونکی دی د هیواد او نړیوالو معتبرو رسنیو سره یې کار کړی دی لوړې او مسلکي زده کړې لري د کابل حبیبي لیسې د فراغته وروسته د خاتم النبین خصوصي پوهنتون کې د لیسانس دوره تکمیل کړه او بیا یې سیاسي پوهنوپه نړیوالو اړیکو  کې د کاتب پوهنتونه ماسټرې واخیسته ،اصفي د شناند او تحلیلګر دی ، په پښتو ، دري ، انګریزۍ او یو څه په  جرمنۍ ژبه روانې خبرې کوي  په هیواد کې  د سیاسي ناورین وروسته دې هم د خپلې کورنۍ سره کډوالۍ ته اړ شو او د جرمني هیواد ته راکډه شو افغان دیاسپورا نیت ورسره یوه لنډه مرکه کړیده چې ستاسو ځیرنه ورته رااړوو

څومره وخت کیږي چې تاسې د ژورنالیسټ په توګه کار کوئ او چرته، چرته مو کار کړی دی؟ 

اصفی :

له ژورنالیزم سره مې بې سارې مینه درلوده او همدا مینه او علاقه د دې سبب شوه، چې په کال ۱۳۸۵ او د پوهنتون کې د زده کړو پر مهال هم، وروسته له ماسپښینه د طلوع نړیوالې شبکې او راډیو آرمان سره تر عملي او نظري ازموینې تېرولو وروسته، خپلو هیوادوالو ته د ژورنالیزم له لارې په خدمت کولو بوخت شوم او خپل لومرنی کار می په همدې رسنیو کې له وياندویۍ څخه پیل او آن تر دې چې د وخت په تېرېدو د آریانا د نړیوال ټلویزیون رییس هم شوم…..مخکی له دې، چې له هېواده ووځم  د آریانا راډیو ټلویزیون رییس وم. یعنی شاوخوا پنځلس کاله مې په رسنیو کې کار وکړ.

کله او ولې را مهاجر شوې ؟

اصفي :

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې او د جمهوري نظام په ړنګېدو هرڅه کمرنګه شول، چې د ژورنالیستانو په ژوند او کار یې هم اغېز وکړ…د کار فضا او آزادي محدوده شوه او د بیان آزادي له منځه ولاړه، د ځان، ماشومانو او په ټوله کې د کورنۍ د روښانه او آرامې راتلونکې په خاطر اړ شوم، چې هېواده ووځم، ځکه تاسې وینئ، چې زده کړې له محدودیتونو سره مخامخ شوې….په رښتیني مانا د ژورنالیزم په نوم څه هم نور حاکم او مهم نه و. نو دا او ځیني نور موارد سبب شول، چې یوې نیمې میاشتې سختۍ ګاللو وروسته مهاجر یا کډوال شم او دلته (جرمني) ته راشم. 

دلته د کډوالۍ ژوند کې درته څه ستونزې او یا څه نوي دي ؟

اصفي :

کډوالي؛ یعنې هرڅه له صفر او سره پیلول…. طبیعي ده، چې له هېواده وتل او نوی ژوند پیلول خپلې ستونزه او سختۍ لري. له ژبې سره ناآشنايي او دامهال له خپل تخصص سره د مناسب کار نشتوالی لویې ستونزې بلل کېدای شي، خو د ژوند ارزښت، ماشومانو ته د ښې راتلونکې ضمانت، د ښو فرصتونو او کنفرانسونو برابرېدل یې نوي او مثبت اړخونه دي.

وطن کې د ژورنالیزم او ژورنالستانو ژوند څنګه ارزوئ ؟

اصفي :

لکه څنګه مې، چې اشاره وکړه، وطن کې اوس د ژورنالیزم په نوم څه پاتې ندي. پخوا هم ژورنالیسانو مجبوریتونه او ستونزې درلودې خو په دې توپیر، چې تاسو اوس د خپل یا ولس حق غوښتلو په خاطر غږ پورته کولای نشئ…اوس باید د حاکمې ډلې کټ مټ خبرې او نظرونه خپاره کړئ، د نیوکې حق نه لرئ، که نیوکه کوئ نو د حاکمې ډلې اداره مو پوښتي او بندیانوي مو، له رسنیو غوښتل کېږي، چې پلانکی مېلمه درغواړئ او پلانکی مه درغواړئ….

ژورنالیست ته همدې امله هره شېبه د کار او ژوند له لاسه ورکولو ګواښ دی.

ټول تر روحي فشار لاندې دي او اکثره له هېواده وتلو ته شېبې شماري، خو متأسفانه دا کار  امکانات نه لري او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دې اواخرو کې د مطبوعاتو ازادي ، او ددې ګټې څه وې یا دي؟

اصفي :

په تېرو شلو کلونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره ډېر کار وشو، چې هم مثبته استفاده هم ورڅخه وشوه او منفي هم….خو بیا هم همدا د مطبوعاتو آزادي وه، چې د ډېرو خلکو ذهنونه یې مثبت لوري ته خلاص کړل او همدا لامل دی، نن خلک هرڅه په پټو سترګو نه مني او ژر نه تسلیمېږي او په هېواد کې د ننه هم د حق غوښتلو غږ چا بند نشو کړای.

 

 او اوس مطبوعات لکه تیرو شلو په څیر دي که نه بدلون یې کړی؟ 

اصفي :

مطبوعاتو ۱۸۰ درجې بدلون موندلی…..پخوا به پر ملي ټلویزیون ملي مسایلو او ملي روحیې ته کار کېده، خو اوس ډاروونکي مسایل خپاره کېږي، چې یقیناً د خلکو په خانګړي توګه د ځوانانو په اذهانو به منفي اغېز کوي او په یو ډول نه یو ډول د سربازګیرۍ د آدرس په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي.

که بدلون وي څه ده او نقص او ګټه یې څه ده ؟

اصفي :

وړاندې مې هم اشاره درلوده، چې په هېواد کې دننه مطبوعات اوس ډېر بدل شوي دي او هرڅه باید د حاکمانو له فلټر څخه تېر شي… زه دقیق  معلومات لرم، چې د تېر اختر د خپرونو سکرپټونه د حاکمې ادارې لخوا چک او ارزول شوي او سانسور شوي دی

 

دا دومره کادرونه خاصتا د ژورنالیزم په ډګر کې چې د وطنه تښتې د دې تشې اغېز په وطن څه دي ؟

اصفي :

اغېز به یې دا وي، چې د معلوماتو ورکولو چېنل به یو اړخیز شي او هرڅه به د حاکمې ادارې په خوښه څېړل او خپاره کېږي.

داسې کسان به د رسنۍ ډګر ته راشي، چې ویلې به یې مدرسه وي، خو د حاکمانو لاوډسپیکر به وي او د ویاند او ژورنالیست په قالب کې به خپلې موخې تبلیغوي.

Related Articles

Latest Articles