Wednesday, December 7, 2022

د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ

عبدالوکيل اټک 

هر ملت او قام خپلې ملې ورځې لري مذهبې ټولنې بیا ورسره مذهبي ورځې هم لري لکه د اختر برات او نورې تاریخې ورځې د میلادونو ورځې 

ملې ورځې هم په ټولنې کې شته او ددې نمانځنې د ملت د ویښیدا او ځیرنې په مانا ده ځوان کول ځیر کوې او د تیرو د قربانیو او سر ښندنو یې خبروي چې د هغوې د سرښندنو په ارزښت وپوهیږي 

کله چې انګریز د پشتانه افغان په سینه د بیلتانه چاړه راښکله او سره یې جلا کړل د  هماغه ورځې د بیلتانه کوکې د پښتانه په خولې دي په کال ۱۳۲۸ کې د وخت سیاسي ګوندونه او ملي اشخاص راټول شول او یوه ورځ یې د پشتنواو بلوڅو د پیوستون او یوالي په خاطر وټاکله او هغه د وږي نهمه نیټه ده.

دا ورځ لکه د جشن او ازادۍ د ورځې په څیر نمانځل کیده ، زما هم ډیر لږ یادیږي چې دا ورځ د حکومت په خاصي توجه سره نمانځل کیده خاص پروګرامونه به ورته د قبائلو او قومونو وزارت نیول د ډیورند ها خوا نومیالي مشران به ورته را غوښتل کیدل، زموږ مشرانو شاعرانو به ورته اشعار لیکل او ددې ورځې لپاره به یې خاصي جامې اغوستې ، اتڼونونه به  نیول کیدل ، غزلې او بدلې به ویل کیدې .

د سلو کلونو لاډیر شوې دي چې په انګریزې تورې سره جلاشوي یو، کومه نقشه چې انګریز د روس د توسعې طلبۍ لپاره وړاندوینه کړې وه هماغه شان یې ددې سرحدې سیمو کار واخیست او دلته یې د ترور ځالې جوړې  کړې او خپل مقصد چې دروس ماته وه او د نامنل شوې ډیونډ کرښې منل و دې ارزو ته د رسیدو په درشل کې دي  که هغه اینګلیس و او که د اینګلیس جوړه مستعمره او تازه بنا دولت و او دی 

ټول جنګ د پښتانه په کور دی ، ټول جنګ د بلوڅو په کور دی ټول ازاد قبایل نن ددې نړیوال تروریزم په واک کې دی هم ورته تره ګر راوړل کیږي او هم ورته بدنامي را وړل کیږې د روس سره دجګړې په وخت همدا قبایل و چې د تنظیمونو د سلاو زیرمې پکې وې اوپه ښکاره توګه په کې د وسلو ډیپوګان ول په پوره واک او اختیار په کې تنظیمونه چلیدل ، په نړۍ کې پښتانه نالوستې او د جنګ او جګړې لپاره تخصیص شوي دي جنګ د نورو دی که د پښتانه په کاله دی او که نه پښتون ورته  بیول شوی دی ، د فلسطین د جګړې ذمه وار پشتون دی ، د اذربایجان فاتح پښتون دی ، د کویت فاتح پښتون دی ، د روس د ماتې اتل پښتون دی د ناټو او امریکا د ماتې میړنی پښتون دی … خو د خپلې د لور او خور پرمخ هم  همدې پشتون د استعمارګرو په لمسه ښونځی تړلی دی همدې پشتون داسلام توره تر ملاتړلې ده  په نړۍ د ایخواني ، طالب ، داعیش او خراساني په نوم خلافت او اما رت راوړي تاسې وګورئ څومره چې هیلمند تباه شوې بل کومه داسې تباه شوې څومره چې قندهار سوی دی دومره بل کوم ځای سوی دی تاسې پکتیا ،پکتیکا، خوست ،زابل او ان قندوز د نورو ولایاتو سره پرتله کړئ چې د طالب په جګړه کې کوم ځای ډیر زیان لیدلی کومو چې زیان نه دی لیدلې شکر دی خو خبره د پښتون د کور ده ، ځینې سیاسي نکټایي دار لګیا دی بیا وايي چې طالب نظام تک قومي دی تک قومي به همدا سې وي چې د هیلمند یوه اومیندواره خور یوازې د رب هیلې ته لوڅې پوڅې وهي تک قومې به همداسې وي چې د هیلمند، قندهاراو زابل کې ټول سړکان د خاورو جوړ وي دې هیڅ شک نه شته چې مسولیت ټول د پښتانه دی چې مشر دی خو پښتون مشر د خپلې مورنۍ ژبې په ځی احکام او فرامین په پشتو نه دی ورکړي ان تیمور شاه شعر په پښتو نه وایه ، اوریدلي مې دي چې تیمورشاه دخپلو اولادو سره پښتو نه ویله او دا نزاکتونه او قامي سکښتونه یې مراعاتول ښه یې کول که بد خو دا کار یې کړی دی اخري سلطان او پاچا په خپله مورنۍ ژبې نه پوهیده هیچا پرې اعتراض نه کاوه دا خبرې  پښتون ته وړې په دې ښکاریدې چې د وطن سلامت ورته تردې ارزښت لري.

وګورو که طالب امارت تک قومي وي که تک قومي هم نه وي او عدل کوي او دپخوانیو سلفو او سیاسي ډوکتورینو ته درناوي لري نو دا ملي ورځ او جشن دې ونمانځي او که نه وی بیا دا نکتایی دار لالا ګان هسې لګیا دي .

تعجب دا دی چې د غني په شان منور پاچا دوې په توکم پالنې ګرموي دا ولې ځکه چې په خټه پښتون دی .

تاسې وګوره پیښور ،کوېټه او کابل مطلق پښتون دی خو چاهم په کې د پشتو کتاب پاڼې وانه ړولي کويټه او پيښور اردو واخیست او کابل کې هم د پښتو ښونځي نه و ما سوا د رحمن بابا رح او خوشال خان رح د ښونځیو نه ، د استاد اسماعیل یون خبره په حاکمیت کې محکومیت، خپل اولاد ته د مورنۍ ژبې د زده کړې ږغ نه شو کولای ولې بیا راباندې د متعصب نوم کیښودل کیږي او ایښودل شوی دی ،په میلونونو پشتانه په مورنۍ ژبې د زده کړې محروم دی که هغه کابل کې  دی که کويټه او که خوږ پیښور کې  او ددې پرته چې د مورنۍ ژبې محروم دي یوبل سره د پیوستون نه هم محروم دي ددې په سینه دجبر او اکراه کرښه تیره ده ، د ورور ، ورور ویش په ازغن تارشوی دی .

په هر پښتانه د تره ګر نوم ایښودل شوی دی ، هر پښتون ته د مذهبي افراط درس ورکړل شوی دی ان په تعلیمي نصاب کې یې یو جمع درې څلور ټوپکه ویل شوي دی ، ج جهاد، ج جنت ، ح حور ه ، ش شهادت او همداسې یې راواخله ، مشرانو لکه شهید عبدالصمد خان ، اکبر بهکتي ، د عدم تشدد سالار خان بابارح چې ورته د عدم تشدد او حق غوښتنې د زده کړې لارې برابرولې هغوې يې جیلونه ته اچولې ، وژلي یې دی او مذهبي ټاپې یې پرې وهلي دي دا کار او دا مغز وینځنه یې په داسې مهارت کړې ده چې دوې ښه رام او هوسا ناست دي او پښتون په پښتون وژلې افغان په افغان وژلې ، افغان په افغان کافر کوي ملحدوي او هغه خوب چې مشرانو د بلوڅو او پښتنو د پيوستون او یو ځای کیدا لپاره لیدلی هغه دوې د ځان په نفع ډیر ښه تعبیر کړی او چپه یې تعبیر کړی دوې پيوستون ته نه پریږدي.

Note: The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles