Wednesday, December 7, 2022

طالبان او عاشقي

عبدالمتعال واخان

بدویت او کلیوالتوب  د ښاري ژوند سره ډیر توپیر لري کله چې جنګونه وي تحولات او بدلونونه او تغییرونه رامنځه کیږي وحشتونه او عجائب د ځان سره لري ، سوبه هم سړی ته غرور او سر کښي ورکوي تیر دور کې چې طالبانو کابل ونیوه نو قندهاریانو ، هیلمندیانو او زابلیانو کابل کې دویم دریم اوڅلرم ودونه وکړل کله چې ملا محمد عمر مجاهد خبرشو یو خاص فرمان یې ورکړ چې نور د یادو سیمو خلک کابل کې ودونه نه شي کولای او فورا داکیسه بنده شوه خو تر بندیدو خلک ښه کار ویستلی و او دا کار دې خلکوته  لږ ارزانه او عصري و هلته ودونه سخت رواجونه لری او دلته د دوو کسانو موافقه ده او یا د ددو کورونو خرڅ او تاوان دومره نه وي نو ځکه دې خلکو دې کار ته زړه ښه کاوه بله داچې د کلیوالو او ښاري میرمنو ډیر تفاوت وي ناسته ولاړه جامه او هر څه کې یې  فرق وي او بل سړی هم د بدویته مدینت ته را ښکته شوي وي نو خامخا به دویمه دري او څلرمه ښځه کوي .

کله چې د یو سړی د ژوند کچه د ریمبي ،لور او بیلچې نه ، ارګاه بارګاه اونورو تشریفاتي  کیسو ته رسیږي نو بیا لازم ده چې نازکه او مکتبۍ ښځه وکړي 

همدا وجه وه چې باچاخان فخر افغان بابا رح به ویل (یه خلکو په لوڼو مکتبونه ووایي چې بیا به هلکان نالوستې ښځې نه کوي)  

یوه بل روایت هم دې چې کله عرب پارس ته راغلل او د پارس معشوقې یې ولیدې نو ورته ټینګ نه شول او بې اختیاره یې په ښځو ورمنډې کړې کله چې مدینې ته احوال ورغي نو امیر المؤمین عمر بن خطاب امر ورکړچې سعودیان او فاتحین نه شي کولای چې په پارس کې واده او نکاح وکړي او دا کار یې منع کړ.

یوه یادونه اړینه ده چې د پیغمبر ص لمسي حسین هم پاړسڼه ښځه وکړه ویل کیږي چې د پارس د پاچالور شیر بانو وه، دا هم ویلی شي چې پاړسیانو ځکه حسین ګران دی چې زوم و  .

خوستی چې یو قاري دي ویل کیږي چې بل واده هم لري بیا یې د الاهې په نوم د طب دیوې محصلې سره واده وکړ او بیا دا واده څومره رسوایي ته ولاړ چې اوس ټوله خواله رسنۍ دې خبر نیولي ده او ان ویډیو ګانې را ووتلې ، خوستی منې چې دایې  میرمن وه 

او انجلي وايي چې زه یې په زور په نکاح کړې یم او بیا پر ما ظلم شوی دی او ان تجاوز راباندې شوي دی 

ماته ډیره جالبه هم ده چې واده مني بیا وايي چې ددې په عقیده کې نقصان و او حتی قران یې توهینولو نو ځکه ما هڅه وکړه چې یې پوهه کړم خو توان مې ونه رسیده نو ځکه کې مې د شرعي صلاحیت کار واخیست او طلاقه مې کړه دا نو ډیره احمقانه ځواب دی او ددین نه ناسمه ګټه اخیستل دي کله هم باید سړی دین په خپله نفع ونه کاروي چې واده دې ورسره کاوه حتما ورسره کامل بلد وې  او که کامل بلد نه وې او واده دې ورسره کړی بیا خو د لوده و لوده یې اصلا یو مطلقې بې عقله سړی وې او یې په بل عبارت چې یوه ښځه نه شي اصلاح کولای بیا اسلامي حکومت دعوه دې سل وارې درواغ ده 

دویم یوه میرمن هغه هم افغانه بیا په وطن کې کله دومره درواغ جوړولی شي چې په داسې یوه مطلق کولتوري ټولنه کې میدیاته راووځي او خپل غم او درد د ټولو پيغورونو او طعنو سره د وطنوالو سره شریک کړي دا نو ډیره سخته ده او همدومره مجبوریت دی چې دې مظلومې تیرکړی دی 

که هرڅه ده قاري خوستي میرمن وه ، د حکومت او بیا د یوه مذهبی حکومت یو لوړ پوړی چارواکی دومره ټیټ کارونه کول چې هم یې خپله حیا ګیا ه شوه او هم یې د الاهې د کور حیا ګیاه کړه 

زه منم که د ملاصیب هیبت الله اخند په ځای اوس  ملاصیب محمد عمر مجاهد واي خوستي دومره جرئت نه شو کولای او که یې کړی وای مصلحتا یې پرې حد جاري کاوه 

قاري خوستی ادعا کوي چې د شرعي صلاحیت نه یې کار اخیستی او الاهه یې طلاقه کړې ؟

ځینې کارونه شرعي وي خو ولسي او ټولنیزې کیسې هم ورسره مل وی که الاهه بدنامه شي دا د چا بدنامي ده ، و قاري خوستیه !

تاخو په دې شرعي صلاحیت د خلکو نه حیا واخیسته !

تاخو داسې څه وکړل چې اوس به دا ټول خاندان خود کشي کوي نور د قام او ولس سره د سترګولګولو ځای نه لري ؟

وړاندیز :

اسلامي امارت که شرعیت او عرف ته ژمن وي باید خوستی محکمې ته راحاضر کړي او شریعت دې پرې تطبیق کړي 

ددې کار ډیرې ګټې دي 

نورته عبرت 

حق حقدار ته سپارل 

د یو فامیل د حیثیت اعاده 

عدالت او انصاف پلی کول

د مبایل او ډوډۍ په غل مخ مه توروئ په چار واکو محاکم او عدالت تطبیق کړئ !

Note: The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles