Wednesday, December 7, 2022

په سړک پرتو افغان ګډوال په بلجیم کي 

وکیل اټک  

حاجي صدیق کوګا سینزي چې کلونه کیږي ‏(۲۰۱۳ راهسې ) بلجیم کې اوسي ، چې راغلی دی کاراو روزګار کوي خو ددې سره سره په مدني  فعاليت هم اخته دي د بلجیم د ځوانانو یوې اکاډمۍ  سره هم رضا  کاره کار  کوي دې هم د ژوند د سختو کیسې لري چې په قاچاقي لیارو تر بلجیمه رارسیدلی دی په لارکې یې دده په وینا د ژوند اومرګ سره لوبه کړیده او تر دې ځایه رارسیدلی دی ده ته ډیره سخته وه چې وطن پریږدي خو  ده غوښتل چې ژوندی پاتې شي په دې مقصد له کوره راووتلو او داروپا لیار یې ونیوه ،دې نه پوهیده چې چرته به ځي خو د سر پناه یې غوښته په لیار کې د کډوالو مړي ولیدل چې په لاره کې پراته او د ځناور خوراک شوې به وی خو ده بیا هم تر دې ځایه ځان ورساوه اوس سره ددې چې د وطن په حال وینې ژاړي خو بیا هم دې شخصا د هوسا ژوند خاوند دی.

دې وايي بلجيم د افغانانو کولتوري ټولنې شته چې ملي ورځې او اشخاص نمانځي ، لکه د نورې اروپا دلته ډیرې فعالې نه دي خو بیا هم غنیمت دي تقریبا د نوو راغلو کډوالو سره ۱۰۰۰۰۰ افغانان دلته هستوګن دی ،دلته افغانانو ته ډیرې ستونزې دي دلته زیات شمیر راغلي نظامیان دی او په سړکونو  په باد او باران کې دلته پراته دي ځکه چې دلومړیتوب حق او س دلته یوکراین ته ورکړل شوی دی.

 خو دې وايي چې کله ناکله یې احوال ته ورځې او دخپلې وسې مرسته ورسره کوي خوراک او څښاک ورته وروړي ، نوې راغلي مهاجر روغتیایې بیمه نه لري او دوې د سخت حالت سره مخ دي.

زه چې دې رضا کاره د ځوانانو اکادمۍ کې کار کوم نو دلته یو اصول دې چې هر ملک ته په سیر علمي ولاړ شو بیا موږ په خپله جامه بیا دهغه ملک توغ یا بیرق لګوو په ۲۰۲۰ کال کې زه ګران وطن افغانستان تللی وم ما وړاندیز وکړ چې زه به په خپله سینه د ګران وطن توغ انځور کړم له ښه مرغه دا ویاړ دوې راوباښه دوې دهر چا د ملي مقدساتو خیال ساتي ستا مذهب ستا کولتور دوې ته ډیر محترم دی ځکه چې دوې ته خپل ملي نوامیس ډیر محترم دی کله چې موږ څه مهال مخکې یو د ځوانانو کیمپ لګولو بیا یې هم ماته په دې کیمپ کې د توغ د لګولو اجازه راکړه او ماهلته خپل ملي توغ هسک کړ چې دازما د خوشالۍ ورځ وه

پوښتنه دلته د مهاجرو حالت څنګه دی ؟ 

دې اواخرو کې د وطن نه ډیر نظامیان دلته را مهاجر شول او هم دیوکراین جګړه شوه نو دلته هم افغانانو ته بدبختي راغله او لومړیتوب یوکراین ته ورغي او زموږ مهاجر په سړک پریوتل زه او زما غوندې ډیرو دلته دنوو مهاجرو سره خپله خواخوږي وښودله خو دازموږ د وس کار نه و او نه دی او بلجیم یو وړکی ملک دی د بلجیم دوسې  کار نه و پسړک پرتو د لسو  ورځو نیولې تر میاشت پورې به په سړک پراته و 

ښاغلی صدیق زیاتوي چې دلوي اختر شپه زموږ دکډوالو په سړک راغله دا ماته سخته له درده او المه ډکه خاطره ده چې ټول عمر به مې هیره نه شي ،ما  اونورو ملګرو  د مهاجرو چارو وزارت ته  ددې خلکو عکسونه او حالت ایمیل کړ چې سخته یخنۍ کې په سړک څلویښت ورځې او شپې پراته و چې بالاخره د نومړې ادارې  استازي راغلل او تقریبا څه کم ۲۰۰ دوه سوه مهاجر یې دسړکه پورته کړل او هستوګنځي یې ورته ورکړل.

یو خبره د تذکر وړ ده چې دې نظامیانو او راغلو مهاجرو کې د هند او نورو هیوادو فارغین هم ول .

Note: The contents of the article are of sole responsibility of the author. Afghan Diaspora Network will not be responsible for any inaccurate or incorrect statement in the articles.

Related Articles

Latest Articles